افغانستان له ترکمنستان سره د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو موافقه کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62900
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-22

ولسمشر محمد اشرف غني، چې د چهارشنبې په ورځ عشق اباد ته ورسېد، د دغه هیواد له ولسمشر قربان قلي بیردي محمداوف سره د انرژۍ او ترانسپورت په برخو کې د همکاریو موافقه وکړه. د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې ولسمشر غني د ترکمنستان د دوه ورځني سفر په لومړۍ ورځ له ترکمن ولسمشر سره مفصلې خبرې وکړې. د ترکمنستان ولسمشر وویل، په ۲۰۱۴ میلادي کال د دوو هیوادونو ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه تر ۱ میلیارد ډالرو واوښته خو داسي ښکاري چې په روان ۲۰۱۵ میلادي کال کې به دوه برابره شي. ترکمنستان د افغان – ترکمن د سرحدي ترمینل له لارې افغانستان ته پیترول، تیلي محصولات او برېښنا صادروي. بیردي محمد اوف وویل چې په هیواد کې یې د پیترولي محصولاتو د انتقال لپاره د یوه بل ترمینل او همداراز د ګازو د برېښناکوټ پر جوړولو کار روان دی چې له کبله به یې افغانستان ته د انرژۍ په صادراتو کې خورا زیاتوالی راشي.