کندهار : په غلچکي بريد کې دوه تنه ووژل سول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62902

دخبریدو نیټه : 2015-01-22

د کندهار ښار د څوارلسمي امنيتي حوزي اړوند د ډبرو پله سيمي ته ور څيرمه يو تن پوليس او ملکي کس په ډزو کې ووژل سول دا نن پېښه نهه بجي او پنځلس دقيقي په ياده سيمه کې سوي ده او پر مهال يې د کندهار د سرپرست والي وياند په خبره دواړه کسان وژل سوي دي. وياند صميم خپلواک وايې چې ناپيژاندو کسانو پر ياد سرتېري ډزي وکړي چې پر همدي مهال يو تن دوکاندار هم وژل سو. تر بريد وروسته لومړى پوليس ټپي وو خو روغتون ته تر وړل کيدو وړاندي يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړي ده. په سيمه کې ښوونيز مرکز ته ور څيرمه وژل سوي ملکي کس ( PCO ) کول چې د پېښي قرباني سو.