ارګ:تمرکمنستان ته د ولسمشرغني سفر خورا ګټور وو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62903
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-23

ولسمشر اشرف غني وايي، ترکمنستان چمتووالى ښودلى چې د اوسپنې پټلۍ تر اندخوى او بيا تر بلخ او کندوزه وغځوي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې کاږي، چې نوموړي دغه څرګندونې ترکمنستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ، د دغه هېواد په مروې ولايت کې له افغان محصلينو سره په کتنه کې کړې دي.ولسمشر له افغان محصلينو سره د ليدو له امله د خوښۍ د څرګندولو په ترڅ کې وويل، د افغانستان لپاره د برېښنا انجنيرۍ او د اوسپنې پټلۍ تحصيلي رشتې حياتي دي، د افغانستان دولت ژمن دى، چې ټولو روزل شويو ځوانانو ته به د کار زمينه برابره کړي.