سلما بند دسیمه یزو دسیسو ښکار شوی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62904
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-23

خلک وایي چې امنیتي ستونزي،د بودجې کمښت او د افغان حکومت د پڅې څارنې تر څنګ اوس داسي ښکاري چې د افغانستان په لویدیځ کې د بریښنا د تولید او کرهنیزو ځمکو د خړوبولو او د برېښنا د تولید بند (سلما بند) د یوې لویې سیمیز دسیسې ښکار شوی دی.دغه بند چې په لوېدیځ هرات کې موقعیت لري او اوس هغه اوبه چې باید په دغه بند کې وساتل شي او یا لږ تر لږه یې لوری را ورګرځول شي ګاونډي ایران ته تویږي.سره له دې چې د دغې پروژې ۹۹ فیصده کار یې پای ته رسېدلی دی خولا هم دغه بند نه دی بشپړ شوی . خلک او کارپوهان د دې پروژي پر وړاندي لوی خنډ د ایران حکومت بولي چې پر وینا یې نه غواړي دغه بند فعال شي ځکه ایران ته به د اوسنیو بهیدونکيو اوبو اندازه بې ساري لږه شي.