د سعودي پاچا عبدالله ومړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62905
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-23

سعودي عرب دولتي ټلويزيون وايي د سعودي پاچا عبدالله بن عبدالعزيز په روغتون کې ومړ او ورور يې سلمان د سعودى پاچا شو. عبدالله بن عبدالعزیز چې په ۲۰۰۵ کال کې د پاچاهۍ څوکۍ ته ورسېد په وروستیو کلونو کې یې روغتیايي حالت څو ځلې خراب شوی و. ويل کېږي چې پاچا عبدالله ٩٠کلن و. دى د څواونيو راهيسې په روغتون کې و او د سږو له مکروبي کېدو کړېده.د هغه ځاى ناستى،شهزاده سلمان ٧٩ کلن دى چې وروستيو کې د پاچا له ناروغۍ وروسته يې د پاچاهۍ د چارو مسووليت پر غاړه واخيست.