لوړپوړی پاکستاني چارواکی کابل ته راغلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62906
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-23

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د زیاتولوپه موخه د پاکستان یو جګپوړی پوځي چارواکی پرون کابل ته راغی.د پاکستان د پوځ عمومي قومندان برید جنرال نصیر خان جنجوعه په کابل کې د افغانستان د ملي اردو له چارواکو سره ولیدل.د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وویل د افغانستان او پاکستان د پوځونو قومندانانو د دوو هیوادونو د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې.د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې دواړو قومندانانو په پولو کې د امنیتي وضعیت د ښه کولو پر وړاندیز شویو سپارښتنو هم د نظرتبادله وکړه.