ترکمنستان وايي له افغان سولې سره مرسته کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62907
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-24

ترکمنستان چمتووالي ښودلی ،چې د افغان سولې په اړه له دې هیواد سره مرسته وکړي.د ولسمشر ویاند وايي د افغانستان د سولې په اړه ترکمنستان ته د ولسمشرغني د وروستي سفر پر مهال خبرې وشوې.د سولې عالي شورا هم وایي چې ترکمنستان دا وړتیا لري چې له وسله والو مخالفینو سره د افغان حکومت د سولې په خبرو کې منځګړیتوب وکړي.د افغانستان د سولې په پروسه کې د ګاونډیو او سیمې د هېوادونو د ملاتړ په دوام، ترکمنستان هم وايي حاضر دی څو په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.