ولسمشرغني او حامدکرزي دعبدالله پر مړینه غمرازي وښوده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62908
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-24

ولسمشر اشرف غني او د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي د سعودي د پاچا پر مړینه د خواشیني څرګندولو ترڅنګ له افغانستان سره د هغه مرستې او خدمتونه نه هیردونکي وبلل .نوي کلن عبداله بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د جمعې په شپه ومړ.ولسمشر اشرف غني ویلي ملک عبداله بن عبدالعزیز به د افغانستان د مسلمان ملت د یو تل پاتې دوست په توګه د افغانانو په زړونو کې ځای ولري او پاچا عبداله تل د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړی و.دغه راز مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د ملک عبدالله بن عبدالعزيز ال سعود د سعودي عربستان د پاچا پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي چې نوموړی د اسلامي نړۍ ستر خواخوږی دی .