اسټرالیا: افغانستان ته ځانګړې پاملرنه لرو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62913
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-24

د اسټراليا نوي سفير د افغانستان لپاره د خپل هېواد پر اوږدمهالو مرستو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې اسټراليا پر افغانستان ځانګړې پاملرنه لري. نوموړي دغه څرګندونې پرون (د سلواغې څلورمه) په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې کړې دي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د اسټراليا د نوي سفير مت اندرسن باور ليک ومانه. سفير وايي، د خپل ماموريت په موده کې به هڅه وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې لا پياوړې شي. د خبرپاڼې په حواله، اشرف غني د افغانستان حکومت او خلکو لپاره د استراليايي ځواکونو له قربانيو څخه د مننې په ترڅ کې وويل چې د هغه هېواد مرستې د افغانستان لپاره حياتي ثابتې شوې دي. ده هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړيکې لا پياوړې او ټينګې شي. په کابل کې تر اندرسن وړاندې د استراليا سفير جان فلپ نومېده.