د دانګام خلک: اوس مو هم په سیمو کې وسله وال مېشت دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62914
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-24

که څه هم امنيتي ځواکونه د کونړ په دانګام ولسوالۍ کې د ګڼو سيمو له وسله والو د پاکولو خبره کوي، خو ځايي اوسېدونکي وايي چې اوس هم ډېرى سيمې د وسله والو تر ولکې لاندې دي. شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې سلګونو وسله والو د دانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي وو چې د سيمې اوسېدونکو او ملي ځواکونو يې پر ضد ځوابي عمليات په لاره واچوله. په ختيځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال زمان وزيري تېره اوونۍ يوې خبري غونډې ته ويلي چې په دانګام ولسوالۍ کې روانه جګړه د ٤٠٨ وسله والو په مرګ ژوبلې پاى ته رسېدلې ده. هغه زياته کړې چې په دې جګړه کې ملي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ شمېر سيمې له وسله والو څخه پاکې شوې دي. د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته ويلي چې ملي ځواکونو په دانګام ولسوالۍ کې تعرضي عمليات پاى ته رسولي دي. هغه زياته کړې چې دولتي ځواکونو د دې ولسوالۍ مهمې سيمې او نقطې لکه کناتو سر، ايوب بانډه، زمان بانډه او ځينو نورې سيمې نيولې او هلته يې دفاعي پوستې اچولې دي. د نوموړي په وينا، دولتي ځواکونه په بشپړ طاقت سره په دې سيمو کې مېشت دي او يادې سيمې يې له وسله والو پاکې کړې دي. خو د دانګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو يوه مشر حاجي مزمل ويلي، هغه سيمې چې ځايي اوسېدونکو يې د وسله والو پر ضد پاڅون کړى و، اوس هم د وسله والو په ولکه کې دي. هغه زياته کړې: ((د دانګام ولسوالۍ د شينکۍ، څاونو، سور کمر او کچلي سيمو د اوسېدونکو کورونه سوځول شوي او خلک يې بېځايه شوي دي، دلته اوس هم وسله وال مېشت دي.)) د هغه په وينا، دولتي ځواکونه د دانګام ولسوالۍ په شاوخوا سيمو کې مېشت دي او د ځايي اوسېدونکو ستونزې نه دط هوارې شوې. د دانګام ولسوالۍ د څاونو سيمې يوه اوسېدونکي ميرحبيب ويلي چې کورونه يې سوځول شوي او دوى تش لاس له کورونو څخه وتلي دي. هغه له حکومت څخه وغوښتل چې له دوى سره د کورونو په بيا جوړولو کې مرسته وکړي. د نوموړي په وينا، دولتي ځواکونه يواځې د ولسوالۍ په څو کيلومترۍ کې پوستې جوړې کړې، په داسې حال کې چې وسله وال مخالفين د کليو په منځ کې مېشت دي، ازاده ګرځي او هره ورځ خلکو ته ستونزې جوړوي. نوموړي له دولته غوښتي، د پاڅون کوونکو ټولې هغه سيمې چې اوس په کې وسله وال مېشت دي د هغوى له شتون څخه پاکې کړي.