افغان کابینه : ستونزې او انديښنې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62919

دخبریدو نیټه : 2015-01-24

 

پنجشیر، مجاهدین، کمونسټان او سیکولران

لیکوال او شناند: نظرمحمد مطمئن

داځل په نوې نومول شوې کابینه کې  تر ټولو ډیر تاوان د  پنجشیر  پخوانیو چارواکو وکړ،  پخوا به ډیری وزیران او د دولت مهمې چوکۍ د پنجشیر د کسانو سره وي. دا ډول پروان هم پخوا مهم کسان درلودل، دا ځل نشته، تخار بيخي پکې څوک نه لري. پنجشیر ته يواځي د عامې روغتیا وزرات ورکول شوې.

د لنډمهاله حکومت په جوړښت کې پښتون ۳۴.۵٪ ازبک ۳۸٪، هزاره ۱۷.۲ سلنه او ازبک ۱۰.۲٪ ؤ. حکومت د ولسمشر اومرستیالانو په ګډون ۲۹ چوکۍ وي

د ولسمشر مرستیال او دفاع وزیر فهیم،  د کورنیو چارو وزیر قانوني او د بهرنیو چارو وزیر عبدالله  تاجک او په ځانګړې ډول  د  پنجشیر اوسیدونکې  ؤ. دا ډول د ملي امنیت اداره د پنجشیر د محمد عارف سروري سره وه

 

د انتقالي دورې حکومت  په جوړښت کې  پښتون ۵۴.۳٪، تاجک ۲۰٪، هزاره ۱۴.۴٪ او ازبک ۱۱.۴٪ ؤ، د ولسمشر او مرستیالانو په ګډون د حکومت ۳۵ چوکۍ وي.

د ولسمشر مرستیال او  دفاع وزیر فهیم، بهرنیو چارو وزیر عبدالله  او پوهنې وزیر قانوي  تاجک اود  پنجشیر ؤ. د ملي امنیت اداره د پنجشیر د محمد عارف سروري  (اکټوبر ۲۰۰۱-  فیبروري ۲۰۰۴  ) سره وه.

 

د پخواني ولسمشر کرزي په لومړۍ دوره  ( ۲۰۰۴ – ۲۰۰۹ زېژدیز کال) دقومونو سلنه په يوه حال نه وه، اونه هم وزارتونه په يو حال پاتې شول، ځينې داسي وزارتونه ؤ چې په ۵ کلونو کې يې ۵ وزیران او ځینو ۴ وزیران بدل او رابدل شول.

د ولسمشر لومړی مرسیتال احمدضیاء مسعود،  بهرنیو چارو وزیر عبدالله، د پنجشیر او يو کال وروسته د کورنیو چارو وزیرهم د پروان تاجک ضراراحمد ( ۲۰۰۵ – ۲۰۰۸)  وټاکل شو ، دا ډول د دفاع وزیر رحیم وردګ مګر لوی درستیز بسم الله محمدي چې پوره واک او صلاحیت له ده سره ؤ.

د پارلمان ریاست  چې مشر يې  یونس قانوني ؤ، کورنیو چارو وزارت او امنیت ریاست له پنجشیر سره ؤ

امرالله صالح د ملي امنیت مشرتوب له فیبروري ۲۰۰۴ څخه تر جون ۲۰۱۰ پوري وکړ. هغه وخت لیری شو چې لويې جرګې ته دولسمشر کرزي د ننوتلو په وخت کې په هغه راکټي برید ؤشو، او راکټ ډیر نږدې ورته ولګیدی.

اسماعیل خان هم  دده د خوښې خلاف له هرات  ولایت څخه  کابل ته  د اوبو او بريښنا وزیر په توګه راوستل شو

 

د پخواني ولسمشر کرزي په دوېمه دوره ( ۲۰۰۹ - ۲۰۱۴ زېژدیز کال) دقومونو سلنه په يوه حال نه وه، اونه هم وزارتونه په يو حال پاتې شول، ځينې داسي وزارتونه ؤ چې په ۵ کلونو کې په يوه وزارت کې ۴ وزیران او ځینو کې ۳ وزیران بدل او رابدل شول.

د ولسمشر لومړي مرسیتال چوکۍ له قسیم فهیم، دفاع وزرات رحیم وردګ او بسم الله محمدي، بهرنیو چارو وزارت زلمی رسول او ضرار احمد مقبل، کورنيو چارو وزارت، اتمر، محمدي، پتنګ او داؤد زی، د کلیو پراختیا وزارت له ویس برمک سره  او د ملي امنیت  مشرامرالله صالح او وروسته رحمت الله  نبيل ؤ.

بلخ ولایت د امریکا له حملې تر اوسه د تاجک عطاء محمد نور  په لاس کي ده چې ددوستم رقابت ورسره پاتې دی

 

اوسنۍ کابینه چې د ولسمشر اشرف غني د حکومت درې نيمې میاشتې وروسته معرفي شوه، په لومړۍ لسټ کې د کابينې ۲۵  نوماند وزیران  ؤ چې په هغه کې پښتون ۴۰٪، تاجک ۲۸٪، هزاره۱۶٪ ، ازبک ۱۲ ٪ او ترکمن ۴٪  ؤ.

۱۳ وزیران  ولسمشر اشرف غني او ۱۲  وزیران ډاکټر عبدالله معرفي کړي ؤ، د ملي امنیت په مشر د دواړو اتفاق ؤ، دکابل بانک رئیس  ولسمشر معرفي کړی ؤ او دواړه پښتانه دي.

په دغه کابینه کې د ځینو مهمو او نا امنو ولایتونو څخه کسان نه ؤ نیول شوې، لکه هلمند، پکتیا، کنړ، نورستان، سرپل او غور.

نږدې لس تنه پکې پخواني کمونسټ پلوه وزیران ټاکل شوې او دا ډول پکې تکنوکراتان لویدیځ پلوه وزیران هم ډیر دی.

په دوي کې يې ۱۲ بهرنی تابعیت لري ځينې راپورونه وایې چې ۱۱ او ځينې راپورونه ښئې چې ۱۳ تنه دي. او تر ۵ تنو پکې د امریکا تابعیت لري.

د مالي وزارت ته نوماند غلام جيلاني د نامعلومو دلایلو له مخې له خپلې نوماندي منصرف شو، ځينې راپورونه وايې چې دوکیلانو غوښتنې يې نه شوای پوره کولای، او ځينې راپورونه دي چې د ولسمشر له خوا ورته ویل شوې ؤ.

دويم تن يې د کرهڼې نوماند وزیر یعقوب حیدري ؤ چې په استونیا کې د ماليې نه ورکولو په تور ۴ کاله بند پري ختلي او انټرپول پولیس يې په لټه کې ؤ.

درېم يې محمود صیقل ؤ چې د خپل بهرني تابعیت څخه دنه تیریدو له امله له نوماندي څخه تیر شو.

په نوي کابینه کې ډیری داسي کسان دي چې زده کړې يې په بریتانیا کې کړي، دا ډول د امنیت شورا مشر اود ګډ حکومت دوه لومړني والیان چې معرفي شول هم د بریتانیا سره ښې اړيکې لري.

د کابینې او ولایتونو په انتخاب کې د امریکا او بریتانیا رول له ورایه ښکاري، ځينې شنونکې وایې چې تر ډیره د افغانستان مسئله امریکا بریتانیا ته په اوږو وراچولي ده.

د نوي کابينې په اعلان سره پخواني مجاهدینو ټکان خوړلی او په نورو لارو فکر کوی، ځکه چې ددوی رول پکې کم دی.

پخواني مجاهدین وایې چې ډیره لویه ونډه پخوانیو کمونسټانو ته ورکول شوې، او په ځانګړې ډول امنيتې وزارتونه او د امنيتې ادارو مشرتوب .

پخواني مجاهدین او پخواني کمونسټان چې د روسانو د یرغل پرمهال د ترخو جګړو یادونه يې په مغزو کې لاهم پاتې دي، په اساني سره به يو بل ونه زغملای شي، او دغه کار به طالبانو ته ګټه وکړي.

د ولسې جرګې غړو پریکړه کړه چې ۷ وزیران او دکابل بانک رئیس د دوو تابعیتونو له کبله د کابينې له لسټ څخه وباسي، مګر دغه پریکړه د ځینو وکیلانو له خوا له ننګوني سره مخ شوې.

اوسنی قومي جوړښت يې پښتون ۳۱.۲۵٪، تاجک ۳۱.۲۵٪، هزاره۱۸.۷۵٪ ، ازبک ۱۲.۵ ٪ او ترکمن ۶.۲۵٪  ؤ. چې دا اخرنۍ نه ده او تغیرات به پکې راځي.

 

ځينې داسي راپورونه هم ؤ چې د عبدالله ډله به هڅه وکړي چې د دوی له خوا لومړی لسټ کې وزیران او په ځانګړې ډول د کورنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر علومي د پارلمان څخه رایه ونه ګټي، او پرځای يې بیا بل څوک معرفي شي. ویل کیږي چې علومي له خپل بهرني تابعیت څخه هم تیر شوې.

اوسني راپورونه دادي چې د ګډ حکومت مشران هڅه کوي چې دغه اوه تنه نوماند وزیران او د کابل بانک نوماند رئیس بیرته د ولسي جرګې غړي ومني.

د ولسې جرګې دننه دا خبرې هم کیږي چې ټول دوه تابعیت لرونکې نوماند وزیران له لسټ څخه نه دي ایستل شوې.

وکیلانو په خوا هم پيسي اخستي داځل هم ممکن ده، همدا اوس له ۱۲ څخه يې ۷ د تابعیت له امله  ونه منله ،د ۵ په اړه به د پردي شاته څه شوې وي. معلومیږي چې د کابينې او ولسې جرګې تر منځ کشمکش به ډیر وخت ونیسي، خو که وکیلان ډیر امتیازات ترلاسه کړي بیا به ستونزه ژر حل شي، که اړتيا ولیدل شي، ممکن د امریکا او بریتانیا سفارتونه مداخله وکړي او وکیلان راضي کړي.

عبدالله ته خپله ډله او دده د ټیم مشران کسان  ډیر په غصه دي، بسم  الله محمدي پخوانی د دفاع وزیر، یونس قانوني د پخوانی ولسمشر لومړی مرستیال، فضل احمد معنوي پخوانی د ټاکنو کمیسون مشر، امرالله صالح پخوانی د امنیت ملي مشر او د مارشال فهیم ځوی ادیب فهیم.  دوی ورته وایې چې ولي د پنجشیر برخه پکې کمه ده، يواځي په يوه عادي وزارت دي له غني سره قناعت کړي، دا ډول د عبدالله په ټیم کې د پارلمان او سنا وکیلان هم ورڅخه خفه ښکاري.

بل خوا بيا له ولسمشر غني څخه هم د هغه د کمپاین پر وخت د هغه ډیری ملاتړ کوونکي ناراضه شوې، ځکه د هغوئ خوښه او دهغوئ غوښتنې يې د کابينې په انتخاب کې ونه منلي.

مګر مهمه خبره داده چې د کابينې د انتخاب واک تر ډیره د بهرنیانو سره ؤ، نه عبدالله او نه اشرف غني پکې ډیر ارت لاس درلود، تر څو چې د امريکې خوښه پکې نه وي، دوی ته ګرانه ده چې خپل ملګري ونوموي او انتخاب يې کړي.

استاد سیاف، اسماعیل خان، ستار مراد، معنوي، قانوني ، محمدي ، عارف سروري او ادیب فهیم د عبدالله په ټیم کې او  حضرت مجددی، پیرګیلاني، آمین وقاد او د حزب اسلامي د شوراګانو مجلس غړې ډیر خفه او شاک حالت اختیار کړی.

قیوم کوچې د ولسشمر تره چې د بهرنیو چارو وزارت د غوښتلو وړانديز يې ونه منل شو، اوس بیرته امریکا ته ستون شوې.

د دواړو ډلو خلک فکر کوي چې پخوانی کمونسټ حنیف اتمر د حکومت اربه چرخوي، دوستم يې هم ملاتړ کوي.

په اوسني حکومت  او د کابینې په لومړي لسټ کې لومړی مرستیال دوستم، د امنیت شورا مشر حنیف اتمر، دفاع وزرات ته نوماند شیرمحمد کریمي، کورنیو چارو وزرات ته نوماند نورالحق علومي، ترانسپورټ وزارت ته نوماند فیض الله ذکې، د اقتصاد وزرات ته نوماند اوغلي، اطلاعاتو فرهنګ وزرات  نوماند آی سلطان خیري، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند منصور نادري، د مخابراتو وزرات ته نوماند برنا کریمي، د پوهنې وزارت ته نوماند زلمی یونسي، د کرهڼې وزارت ته نوماند وزیر یعقوب حیدري او د حج اوقافو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني  پخواني کمونسټ پلوه کسان دي. (درې نومونه ثقه والي ته اړتیا لري)

که د لنډمهاله،  انتقالي ، د کرزي لومړۍ او دوېمې  دورې  ته فکر وکړو  او د اوس سره يې پرتله کړو نو بیا ډیر زیات توپیر لیدل کيږي. د پنجشیر مهم او قوي وزیران ګوښې ته کړل شوې  او دا ځل د تاجکو په پرتله هزاره او ازبک قومونوډیره ګټه کړي.

يو مهم کار چې اشرف غنی وکړ هغه دا ؤ چې په عبدالله عبدالله یې ومنله  چې پخواني وزیران به نوي کابینه کې نه معرفي کيږي، دا يوه ښه کار دی او غني ښه چل کارولي دی. مګر دغه پخواني ځواکمن وزیران به ارام کښينني .

په تیرو دیارلس کلونو کې لومړی ځل دی چې د ولسمشر لومړی مرستیا ل ازبک دی او دویم يې هزاره ده، مګر ورسره څنګ کې اجرائیوي رئيس تاجک ( ځينې تاجک وروڼه يې پښتون بولي، مګر دا واضیح ده چې د تاجکو نماینده ګې کوي) او د ښې ادارې له پاره ارشد مشاور ضیاء مسعود هم تاجک دی.

په ولسې جرګه کې وار له مخه ډلې جوړې شوې، ځينې راپورونه دي چې داځل به پښتون، ازبک اوځينې هزاره وکیلان په پارلمان کې يوکيږي او د تاجکو پر ضد ممکن يو ائتلاف جوړ کړي.

او يا داچې د ولسمشر غني پر ضد يوه ډله وکیلان عمل وکړي، هغو نوماند وزیرانو ته رايه ورنه کړي چې ولسمشر غني معرفي کړي.

ولي په هر صورت پخواني کمونسټ پلوه نوماند وزیران ډیر چانس لري چې د پارلمان هوکړه واخلي، هغوئ په تیرو ۱۳ کلونو کې ډیر کار کړی، او د پخوانیو اسلامي ګوندونو د خپلمنځې اختلافاتو څخه يې اعظمې ګټه پورته کړي.

په نوي کابینه کې هغه کسان راوړل شوې چې ولسي، سيمئیز او قومي نفوذ او واک نه لري، که کله هم بهرنيان، ولسمشر غني د عبدالله په خوښه  وغواړي چې لیري يې کړي  په اساني سره يې له وزرات څخه شړلای شي. دا ډول نوي والیان چې معرفي شوې او يا معرفي کيږي هغوئ به هم دغه ډول کسان وي چې ولسي، سیمئیز او قومي نفوذ ونه لری.

 د کرزي په وخت کې د لوړ پوړو چارواکو لیري کول ستونزمن ؤ، د مارشال فهیم، بسم الله محمدي، رحیم وردګ، یونس قانونی چې وزیران ؤ، دا ډول د بلخ والي عطاء محمد نور، د ننګرهار والي ګل اغا شیرزي، د پکتیا والي جمعه خان همدرد او ځینو نورو والیانو له دندې شړل اسانه کار نه ؤ.

د پارلمان غړې ځينې يې خپله هم  دوه تابعیته لري، د دوبۍ اقامه خو د هر وزیر، مرستیال وزیر،  وکیل، والي، مرستیال والي، د اردو او پولیسو جنرالانو او  د ولایتونو رئيسانو سره په جیب کې پرتي دي  حتی د خپلو کورنیو ټولو غړو ته يې د اماراتو اقامې اخستي دي، . پکار ده چې د افغان چارواکو د دوبۍ اقامي هم ختمي کړل شي.

  د ارګ او مسجد ترمنځ د فاصلي د کمولو خبره هم ناسمه ده، په ټوله کابینه کې يو سني عالم دین نشته. حتی حج اوقاف او عدليې  وزارت ته هم د ښه تکړه عالم دین نه دی نومول شوې.

داچې ځينې ولایتونه به د مسجد امامانو یا عالمانو ته ورکول شي که نه؟ او که ورکول شي؟ دولت پلوه يا نا پېیلو عالمانو ته ورکول کيږي؟

ځينې شنونکې وايې چې امریکا او بریتانیا  غوښتل چې د شمال ټلوالي په مشرتوب سیاسي اپوزیسون ختم کړي، او ممکن ده چې دغه ځای حامد کرزی ونیسي.

طالبان به له دغه ډول بحراني حالت څخه اعظمي استفاده وکړي، دواړه ډلې به په پټه اړيکې او ددوی نه خفه شوې کسان به هم له طالبانو سره د اړیکو نیولو او دا ډول طالبان به هم له ناراضه شوو سره ه د اړیکو جوړولو هڅه وکړي.