غــــــــــــزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62923
احمدجان نوزادي
دخبریدو نیټه : 2015-01-25


ستــــــــــا مينه کی خو ګوره زوريدل خوند راکوی
لويــــــدل خوند را کوی او خوځيدل خوند راکوی
د ســــــــــــــره سره لوبی پتنګان وړی دوزخو ته
په ورو ورو په سکروټووردانګل خوند را کوی
د مينـــــی شهيــدان خو به ژوندي وی تل تر تله
پر لاره د ادم او مجنـــــــــــون تلل خوند را کوی
فرمان زما د مرګ که کړی صادر خپه به نه شم
د ميــــــــــنی په تهمت په دار ختل خوند راکوی
جنت ته رسيدل خو پر صراط تيريدل غواړی
د غشو پر ســـــــرو جنت ته تلل خوند راکوی
د شنـــــــــو سترګو خنجره قتلوه مي صبر مکړه
د شـــنو سترګو ساحل کی غرقيدل خوند راکوی