سیمه یز چارواکي وايي په کندوز ولایت کې یې د وسله والو سختدریځو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې تر۶۰ زیات وسله وال طالبان وژلي دي.د دې ولایت د امام صاحب ولسوال امام الدین قریشي وویل چې په تېرو درو ورځو کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیاتو کې تر۶۰ زیات وسله وال سخت دریځي وژل شوي او تر۵۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.