په زابل او کندوز ولایتونوکې ترافیکي پېښو ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62927
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-26

د زابل اړوند د شهر صفا ولسوالۍ کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اته مسافر سخت ټپيان شوي دي. د شهر صفا امنيه قوماندان سردار محمد هوتک وايي پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د دې ولسوالۍ د ارهډ مانده سيمه کې د ۳۰۳ او ټیلر موټرو د ټکر له امله شوې ده شوې ده. امنيه قوماندان وايي چې په پېښه کې د ماشومانو په ګډون د ٣٠٣ موټر اتنه سپرلي ټپيان ټپيانې شوي دي. د يادونې ده، نن سهار په کندوز ولايت کې هم د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ٦ نور ژوبل شوي وو.