په هلمند کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62930
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-26

ملي امنیت وايي په هلمند کې یوې لس کلنې نجلۍ، چې ځانمرګي برید ته مجبوره شوې وه امنیتي ځواکونو ته ځان تسلیم کړی دی. له دغه ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کلثوم په نوم نجلۍ د طالبانو د یوه قوماندان شجاع الدین له خوا اړ ایستل شوې وه، چې پر امنیتي ځواکونو ځانمرګی برید وکړي. سرچینه زیاتوي طالبانو دغه نجلۍ د لښګرګا له باباجي سیمي وړې وه او له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې ور اغوستی وو، خو نوموړې خپل ځان امنیتي ځواکونو ته تسلیم کړی دی.