حکومت ته په کار ده، چې د خلکو باور ترلاسه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62938
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-27

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړی استازی وایي د افغانستان نوی حکومت د خلکو کلک باور ته اړتیا لري.د یوناما دغه چارواکي ویلي،افغانان د راتلونکي په اړه بې باوره دي لیکن په کار ده چې د ملي یووالي حکومت پر ځان د هغوی د باور د ډیرولو لپاره ډیرې هلې ځلې وکړي.هایسن ویلي چې د افغانستان لانجه د نظامي لارې پر ځای سیاسي حللارې ته اړتیا لري.یوناما یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د ژوندانه د ښه کولو لپاره له هغوی سره د خپلو مرستو پر دوام او مدني ټولنو په ملاتر ټینګار کړی دی.