مسعود:د مصرفي توکودکیفیت د کنټرول طرحه بریالۍ نه وه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62939
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-27

د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، په هېواد کې د مصرفي توکو د کيفيت د کنټرول طرحه بريالۍ نه وه او له دې اړخه د خلکو ژوند او سلامت له خطر سره مخامخ ده.احمدضياء مسعود په هېواد کې د بې کيفيته توکو شتون ته په اشارې سره وويل، چې دغه اداره د توکو د کيفيت د کنټرول په ځانګړي ډول د وارداتي توکو په برخه کې اغېزمنه نه ده.د غوره حکومتوالۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر د استازي په باور، دغه ټولې ستونزې د مصرفي توکو د کنټرول په برخه کې د يوې اغېزمنې ادارې د نه شتون له امله رامنځته شوې دي.