افغان ځواکونه له مجبوري ترانسپورتي الوتکي دجنګ لپاره کاروي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62940
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-26

افغان ځواکونه د جنګي الوتکو د نه شتون له کبله هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره په ټرانسپورتي هليکوپټرو کې ماشیندار او راکټ لانچرونه نصب کړل.په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د نویو جنګي الوتکو سپارل څه دپاسه دوه کاله ځنډیدلي او د ناټو هوايي ملاتړ نهایت کم شوي؛ افغان هوايي ځواک د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ کې ستونزې لري.د افغانستان د هوايي ځواک د پياوړتیا لپاره چې اوس مهال شاوخوا ۱۴۰ الوتکې لري او اکثره یې ټرانسپورټي هليکوپټرې دي د یوه محدود شمیر الوتکو او هليکوپټرو ژمنه شوې ده.