امریکا افغان ځواکونو ته جنګي الوتکې ورکوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62944
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-27

امریکا افغان هوايي ځواک ته د یو شمېر جنګي الوتکو ورکولو اعلان وکړ. د ناټو د قوماندانۍ مرستیال امریکايي جنرال سیمون نایټ پرون په هرات کې وویل، چې متحده ایالات به په راتلونکو میاشتو کې افغان هوايي ځواک ته دولس جنګي الوتکې ورکړي. جنرال نایټ زیاتوي متحده ایالاتو په هرات ولایت کې د هوایي ځواکونو پر تاسیساتو اتلس میلونه ډالر لګولې او په وینا یې هېواد به یې دغې لړۍ ته دوام ورکړي.