چاودنه نن مازيګر مهال پنځه بجې د اولي امنتي حوزې اړوند د ارګ په سيمه کې کندهار ښاروالۍ ته نژدې د پوليسو پر ګزمه وسوه .
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې چې چاودنه ريموټ کنټرول وه او له امله يې دوه پوليس او څلور ملکي وګړي ټپيان سول . د پيښي سيمه ولايت مقام ته هم نژدې ده .
د پيښي مسووليت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخستی .