افغان ولسمشر اشرف غني له لويديځه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې تر پلان سوې موده زيات پاته سي. راپورونه وايي افغان ولسمشر د اسټراليا د بهرنيو چارو وزيرې "جولي بشوپ" ته د خبرو پر مهال ويلي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د د وتلو ضرب الاجل ته بايد بيا کتنه وسي.ټاکل شوې ده امريکايي پوځيان به په افغانستان کې د ۲۰۰۱۶ تر پايه پاته سي.ولسمشر غني ويلي چې د بهرنيو ځواکونو د وتلو ضرب الاجل ځکه باید وځنډول سي، چې افغان حکومت د امنيت او اقتصادي اصلاح لپاره د سا اخيستلو مهلت ومومي.