حکمت کرزی:ایران د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62951
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-28

دبهرنیو چارو وزارت وايي ایران به د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای ولري .دغه څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په کابل کې د ایران له سفیر سره په کتنه کې کړې دي .حکمت خلیل کرزی،له سفیر محمد رضا بهرامی سره په خبرو کې وویل ،چې په سیاسی، اقتصادی او امنیتی برخو کې دایران او افغانستان تاریخي او دوستانه اړیکي د اهمیت وړی دي.د ایران سفیر زیاته کړه د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ټینګولوته هیله مندي وښوده او زیاته یې کړه ،چې ایران به په خپلو پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته د زده کړو اسانتیا برابره کړي .