ولسي جرګې د ۱۳۹۴کال بودیجه تاید خوداجرایه ریاست یې ردکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62952
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2015-01-28

ولسي جرګې نن یو شمېر مهمې پریکړې وکړې او تر څنګ یې دا مهال ۱۸ نوماند وزیرانو او د ملي امنیت نوماند رییس ته د باور رايې ورکولو لړۍ پېل کړې ده. جرګې د ۱۳۹۴ مالي کال بودیجه د رایو په اکثریت تصویب کړه، خو د حکومت اجرایه ریاست ته ځانکړې شوې بودیجه یې وځنډوله. په ولسي جرګه کې د مالي او بودیجې کمیسون مشر امیر خان یار جرګې ته د وینا او بودیجې د وړاندې کولو پر مهال وویل، چې د روان مالي کال په بودیجه کې اجرایه ریاست ته ځانګړې شوې پيسې ځکه د قانون خلاف دي چې په خپله دغه ریاست قانوني بنسټ نه لري. د اجرايه ریاست او د اقتصاد د ملي شورا لپاره ځانګړې شوې بودجه تر هغه وځنډول شوه ، څو دغو بودجوي واحدونو له ولسی جرګې رایه نه وي اخیستې. جرګې په بل ګام کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغه فرمان د رایو په اکثریت رد کړ، چې پخوانیو وزیرانو ته یې د پنځو پاتې کلونو لپاره یو شمیر ځانګړي امتیازات په پام کې نیولي وو .جرګې په یوه بله پرېکړه کې د ښځو چارو وزارت ته د نوماندې نجیبې ایوبي په تحصلي اسنادو کې د شته ستونزو له امله نوموړې رد کړه.