ناپېژانده وسله والو په میدان وردګو کې دوه ملکي وګړي وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62957
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

د میدان وردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې تېره شپه نا معلومو وسله والو دوه ملکي وګړي په ډزو وژلي . دعبدالهادي او حامد په نومونو دغه دوه تنه ملکي وګړي،چې کومه دولتي دنده یې نه لرله او د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې کومه شخصي دښمني یې هم نه درلوده، نا معلومو وسله والو تېره شپه د یادې ولسوالۍ په اب دره سیمه کې په ډزو وژلي ، یاد کسان د سیداباد ولسوالۍ د سالارو او امان خیلو د سیمې اصلي اوسیدونکي وو،چې وسله والو تر بېولو وروسته د اب درې په سیمه کې وژلي دي . تر اوسه د یادې پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې په اړه څېړنه کوي.