په زابل کې د ترافیکي پېښې له امله تر ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62964
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

دکابل - کندهار پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دا پېښه نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولسې بجې د زابل ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د کاکړانو چينې په سيمه کې رامنځته شوې ده. د ذبيح الله په نوم يوه عيني شاهد وويل چې په ياده سيمه کې د تونس پيما شرکت اړوند يو ٣٠٣ موټر له ټېلر موټر سره جنګېدلى دى. د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې د پوليسو په رينجر او امبولانس موټرو کې روغتون ته ولېږدول شول. د زابل د ترافيکو مدير سمونوال عبدالاحمد د پېښې په ځاى کې وويل چې په ياده سيمه کې يو ٣٠٣ موټر چې له کندهار څخه کابل ته روان و، له مخامخ راتلونکي ټېلر موټر سره جنګېدلى دى. دى وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ تنه مړه او تر ٣٠ زيات ژوبل شوي دي. دى وايي چې مړي او ټپيان د سيمې داوسېدونکو او پوليسو لخوا په امبولانسونو ، رنجرو او شخصي موټرو کې د کلات روغتون ته لېږدول شوي دي. د روغتون يوې سرچينې وويل چې دوى ته لسګونه مړي او ټپيان راوړل شوي او د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت يې داندېښنه وړ وښوده.