د اسیایي هېوادونو استازي په کابل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې پر سر غونډ شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62968
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه نن د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د یو شمېر اسیايي هېوادونو د استازو په ګډون غونډه وشوه. په دې یو ورځنۍ غونډه کې د پاکستان له استازي پرته د څوارلسو اسیايي هېوادونو یو شمېر ډپلوماتانو برخه اخیستې وه چې له ترورزېم سره د جدي مبارزې په اړه په کې خبرې وشوې. د اسیايي هېوادونو د استازو په دې غونډه کې پر دې ټینګار وشو چې له تروریزم سره د مبارزې لپاره یواځې سیاسي هڅې د حل لار نه ده بلکې له دغې پدیدې سره باید فکري مبارزه هم وشي.