د ځانمرګي برید له امله په لغمان کې ۵ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62969
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

چارواکي وايي چې د لغمان په ځانمرګي بريد کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير په ګډون پنځه کسان وژل شوي او تر ٣٠ تنو نور ټپيان دي. دا پېښه نن شاوخوا درې بجې د مرکز مهترلام ښار اړوند د پهلوان بابا په سيمه کې د جنازې په مراسمو کې رامنځته شوه. د لغمان د والي وياند وايي چې په دې پېښه کې د امنيه قوماندانۍ د جنايي مدير سموانوال خليل الرحمن نيازي په ګډون څلور کسان وژل شوي دي. بلخوا د لغمان د عامې روغتيا روغتون مرستيال ډاکتر دايم وايي چې له دې پېښې ورته پنځه مړي او ٣٠ ټپيان ور وړل شوي دي. عيني شاهدان وايي چې دغه بريد د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان د جنازې په مراسمو کې شوى دى. د پېښې عيني شاهدان وايي د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې اته کسان وژل شوي او ٣١ نور ټپيان دي خو ښايي دا شمېر ډېر شي.