په ختیځ کې د ولایتي شوراګانو دروازې وتړل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62970
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

د ختيځو څلورو ولايتونو ولايتي شوراګانو د ولسي جرګې د پرېکړې په غبرګون کې خپل دفترونه وتړل. ولسي جرګې پرون د ولايتي شوراګانو د نظارت قانون پاس کړ چې له مخې يې دوى نور له دولتي کارونو څار نه شي کولى. د ننګرهار د ولايتي شورا په دفتر کې غونډه وشوه چې پکې د ولسي جرګې د پرونۍ پرېکړې په غبرګون کې د ولايتي شورا د دفتر د تړلو پرېکړه وکړه. د ولايتي شورا منشي اجمل عمر وويل، که چېرې د ولايتي شوراګانو واک اخيستل کېږي، نو د دوى د دفترونو شتون بې معنا دى. هغه زياته کړه چې حکومت بيا ولې بې ځايه پر دغو دفترونو لګښتونه کوي او ددوى وخت هم ضايع کوي.