په ننګرهار ولایت کې نامالومو وسله والو د نجونو یوه لیسه په بمونو الوزولې او د هلکانو له لیسې یې وسایل وړي دي. د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مطبوعاتو مسوول محمد اصف شینواری وايي، تیره شپه د هسکې مینې ولسوالۍ په شپولي سیمه کې نامالومو وسلوالو د نجونو یوه لېسه په بمونو الوزولې او د هلکانو له یوې لیسې یې چې د نجونو د الوزول شوې لیسې سره په یو کیلو مترۍ کې پرته ده د لیسې وسایل وړي دي.