ننګ: فساد نشم زغملی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62972
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-29

اصف ننګ نن د فراه د والي په توګه خپله دنده پیل کړه. د فراه نوی والي وايي، فساد نه شي زغملي او د مفسدینو پرضد به عملي مبارزه وکړي. محمد اصف ننګ چې نن دغه ولایت ته د نوي والي په توګه معرفي شو وې ویل چې په هر قیمت کېږي د اداري فساد او مفسدو چارواکو د ځپلو لپاره به مبارزه کوي. په ورته مهال د فراه د ولایت شورا رییس فرید بختور نوي والي ته د هر کلي ترڅنګ وویل چې د فراه والو لومړیتوبونه په پام کې ونیسي. ننګ ده د فراه له خلکو وغوښتل چې له ده سره د چارو په تنظم او د فساد په له منځه وړولو کې همکاري وکړي. د فراه نوي والي محمد اصف ننګ وویل په پیل کې به په فراه کې د نیمګړو پروژو کارونه بشپړې کړي. نوموړي د بېلګې په توګه د بخش اباد بند او د فراه او ایران ترمنځ د یوې جادې د نیمګړو پروژو د چارو د بشپړولو ژمنه وکړه.