د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید له امله ۲ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او ۲۰ زخمیان دی.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62976

دخبریدو نیټه : 2015-01-29

 

د لومړنیو معلوماتو له مخې نن د ۳ بجو په شا وخوا کې د مرکز اړوند د پهلوان بابا د غونډۍ په سر د جنازې په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۲ تنه شهیدان شوي او ۲۰ تنه زخمیان دي.

بل لور ته امنیتي ځواکونو یو بل ځانمرګی ژوندی نیولی چې دا مهال د امنیتي ځواکونو سره دی.