د ولایتي شوراګانو استازو د ولسي جرګه پرېکړه د قانون خلاف وبلله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62984
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-30

د ولایتي شوراګانو استازیو پرون په کابل کې په یوه غونډه کې د دوی په اړه د ولسي جرګې پرېکړه د اساسي قانون خلاف وبلله او دا یې د امتیاز اخیستلو یوه لار وګڼله. ولسي جرګې د چهارشنبې پر ورځ د ولایتی شوراګانو هغه قانون تصویب کړ چې پکې ولایتي شوراګانو ته پر دولتي څانګو د څارنې واک نه دی ورکړل شوی. دغو استازیو خبرداری ورکړ، که ولسمشر د دوی شکایت ته مثبت ځواب ور نه کړي؛ د ولایتونو لارې به وتړي. د لوګر د ولایتي شورا رییس حسیب الله ستانکزي که ولسمشر مو غږ وا نه وري، نو د لوی پکتیا لار به وتړو او له خپلو حقونو به دفاع وکړو. په دغه غونډه کې د کابل، پروان، نیمروز، کندهار، زابل، پنجشیر، کاپيسا، کندز، فراه، میدان وردګو، لوګر او دایکندي ولایتونو د ولایتي شوراګانو استازو ګډون کړی و.