امریکا: له دې وروسته به د افغانستان لپاره پوځي بودیجه پټه ساتل کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62986
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-31

د امريکا دفاع وزارت ويلي، چې د امنيتي دلايلو له مخې به له دې وروسته په افغانستان کې د امريکا پوځي بوديجه پټه ساتل کيږي او عام ولس ته به نه په ډاګه کيږي.د امريکا دولت د رسمي احصاييو له مخې، په تيرو ۶ کلونو کې دغه هېواد په افغانستان کې تر ۶۵ ميلياردو ډالرو زيات د پوځي موخو لپاره لګولي دې د بوديجې د نه اعلان سره به د امريکا خلک اوس د پوهيدلو هغه قانوني حق هم له لاسه ورکړي، چې د دوی لخوا ورکړل شوي چې ماليې د کومو موخو لپاره کارول کيږي.که څه هم امريکا د بوديجې کسر لري او په اروپا کې يو شمېر پوځي اډې له دې امله بندوي، چې سپما رامنځته کړي، خو ښکاري په افغانستان کې د لګښتونه کچه نوره هم لوړيږي، چې له عام ولس نه پټه ساتل کيږي.