په کابل کې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62987
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-31

په کابل کې د فرانسوۍ چارلي ابدو مجلې پر ضد روان لاریون پر تاوتریخوالي اوښتی. راپورونه وايي د پولیسو او لاریون کوونکو تر منځ په نښته کې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دا روښانه نه ده چې وژل شوي او ټپیان لاریون کوونکي دي، که پولیس. له سیمې خبریالانو خبر ورکړی چې تر دې وړاندې هم په یاده سیمه کې د چارلي ابدو مجلې پر ضد لاریون شوی، و چې پولیسو یو شمېر لاریون کوونکي له ځانه سره بیولي و. د سرچینې په باور د ننني لاریون پر تاوتریخوالي اوښتو یو لامل همدا دی، چې پولیسو لاریون کوونکي نیول او له ځانه سره یې بیول. د خبري سرچینو د خبر له مخې د کابل- جلال اباد لویه لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې خو پولیس د لارې د خلاصولو او د لاریون کوونکو د خورولو په هڅه کې دي.