په بدخشان کې ۳ وسله وال په هوایي برید کې وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62988
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-31

د ملي اردو ځواکونو په بدخشان ولایت هوايي بریدونه کړي چې له امله یې درې بهرني وسلوال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي. د بدخشان د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤل لعل محمد احمدزي وایي، تېر مازدیګر د ملي اردو ځواکونو چورلکو د جرم وسلوالۍ په کتیب سمیه کې پر بهرنیو وسلوالو برید کړی چې له امله یې درې وسلوالو وژل شوي او دوه نور یې ټپيان دي. نوموړي ویلي، په وژل شوو او ټپيانو کې د تاجکستان او چیچنیا هېواد وګړي شامل دي.