جوش ارنسټ: له ګوانتانامو نه د خوشو شویو طالب مشرانو څارنه کوو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62989
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-01-31

امريکا وايي تېر کال له ګوانتانامو د پنځو خوشي شوو طالب مشرانو څارنه يې زياته کړې ده. امريکا د روان لمريز کال په غبرګولي کې د خپل سرتېري بوي برګډال د خوشي کولو په بدل کې له ګوانتانامو زندانه پنځه لوړپوړي طالب چارواکي خوشي کړل او اوس دغه کسان په قطر کې د طالبانو په دفتر کې مېشت دي. په دې وروستيو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګواکې له بنده د خوشي شوو يو لوړ پوړى طالب له نورو طالب مشرانو سره اړيکې نيولې او غواړي بېرته جګړې ته ور وګرځي. خو سپينه ماڼۍ وايي چې تر دغو راپورونو وروسته له زندانه پر خوشي شوو قطر مېشتو طالبانو باندې يې څار زيات کړى دى. د سپينې ماڼۍ مطبوعاتي مسوول جوش ارنسټ پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي له پنځو خوشې شوو طالبانو يو هم د جګړې ميدان ته نه دى تللى.