ټولپوښتنه: افغان پانګوال راتلونکې ته هیله من دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 62999
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-01

د افغانستان د سوداګرۍ خونې دیوې سروې موندنې ښیي چې په هېواد کې د سوداګرۍ، پانګونې او کار په اړه خوشبیني ډېره شوې ده. د سروې له مخې، په تېرو دریو میاشتو کې د کار وضعیت ۳۲ سلنه ښه شوی دی. د ټاکنیزو لانجو د اوږدیدو پرمهال په افغانستان کې پانګونه او نورې چارې ټکنۍ شوې وې. د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې په پنځو ولایتونو هرات، بلخ، ننګرهار، کندهار او پلازمېنې کابل کې له ۱۲۰۰ نه ډېرو تولیدي او صنعتي شرکتونو سره د پانګونې د وضیعت په اړه مرکې کړې دي. د دغې سروې موندې ښيي چې د مني په دریو میاشتو کې د کاروبار په اړه هیله مندۍ له نژدې یوې سلنې نه ۳۲ سلنې ته لوړې شوې دي.