امنیتي چارواکي: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63001
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-01

امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي اردو او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸وسلوال وژل شوي، ۴ ټپیان او ۵ نور ژوندي نیول شوي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عملیات په فاریاب، کندز، بغلان، هلمند، نیمروز، خوست، پکتیا، غزنی، زابل او کندهارولایتونو ترسره شوي دي. سرچینې زیاته کړ ې، چې په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .