د حکومت د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق په ټاکنیزو کمېسیونونو کې پر اصلاحاتو ټینکار وکړ او وايي چې ولسمشر او اجراییه رییس د ټاکنیزو اصلاحاتو د یوه کمېسیون پر جوړولو هوکړه کړې ده. محقق دغه څرګندونې نن د (ټاکنیزو اصلاحاتو ملي کنفرانس) تر نامه په هغې غونډه کې وکړې چې په کابل کې د یو شمېر مدني ټولنو له خوا جوړه شوې وه. محقق له ټولو مدني ټولنو څخه وغوښتل چې په ټاکنیزو کمېسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره دې خپل وړاندیزونه له ولسي جرګې سره شریک کړي.