چارواکي وایي په هلمند کې ۱۳ وسله وال وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63003
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-01

چارواکي وايي چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. د ۲۱۵ ميوند قول اردو د عامه اړيکو مسوول ډګرمن محمد رسول وايي چې دا عمليات يې تېره شپه د يادې لسوالۍ د شکرشېله په سيمه کې کړي دي. د ځاځي په خبره، په عملياتو کې ١٣ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي، خو افغان سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ده په وينا چې وژل شوي د ملاشريف او ملاکي په نومونو د وسله والو طالبانو مشهور قوماندانانو وو چې په ډېرو پېښو کې يې لاس درلود. طالب وياند قاري يوسف احمدي د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو وايي چې په سنګين کې يې د ماين چاودنې پر مهال شپږ افغان سرتېري وژلي او پنځه يې ټپيان کړي دي.