پاکستانيو پوليسو په بېلا بېلو عملياتو کې په دغه هېواد کې مېشت ٧٠ تنه نور افغانان نيولي دي. پاکستانيو رسنيو خبر ورکړى، چې پوليسو ياد افغانان د خيبر پښتونخوا ايالت کې د بېلا بېلو عملياتو پر مهال نيولي دي. په راپور کې راغلي چې ياد افغانان په خيبر پښتونخوا ايالت کې په ناقانونه توګه د اوسېدو په تور نيول شوي دي . د خيبر پښتونخوا ايالت چارواکو ويلي چې دغه چاڼيز عمليات يې تېره مياشت د پېښور پر يوه ښوونځي تر بريده وروسته پيل کړي، چې په ترڅ کې يې د ١٤٢ زده کوونکو په ګډون ١٥٠ کسان ووژل شول. د يادونې ده چې پر ښوونځي تر ياد بريد وروسته پاکستانيو پوليسو تر اوسه شاوخوا درې نيم زره افغانان نيولي او سلګونه کورنۍ يې په زور افغانستان ته شړلې دي.