پخوانی ولسمشر: لوېدیځ باید د اسلامي نړۍ پر وړاندې خپل چلند بدل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63006
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-01

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې د اسلامي نړۍ پر وړاندې خپل چلند بدل کړي. حامد کرزي چې نن یې په کابل کې د (افغانستان د اعتدال مرکز) په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، لویدیځ باید له هغو کړنو لاس واخلي چې د اسلام او مسلمانانو د بدنامۍ سبب کېږي. نوموړي همدا راز په افغانستان او نړۍ کې د خلکو پر وړاندې تاوتریخوالی په کلکه وغانده.