غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63201
حمدالله حلمیار
دخبریدو نیټه : 2015-02-20

نن مې تر سترګو اوښکې اوښکې کاینات ښکاري
آینه روغه ده تصویر  مې پکښې  مات ښکاري

موږ خوشباوره یو اوس زهر راته شات ښکاري
له ژونده تښتو او مرګی راته نجات ښکاري

نن بیا پر ځمکه لکه غر یو سړی کم ښکاري
 نن پر اسمان یو ځلیدونکی ستوری زیات ښکاري

تا له خپل زړه د پاچایانو خزانه جوړه کړه
خو زما زړه درته د ټول کلي خیرات ښکاري

نړۍ! زما په بده ورځ پسې دي ولې خندل؟
ازار مې وینې چي بې سوره دي حالات ښکاري؟

د حلمیار رقیب به اور واخلي ایرې به شي
په اسویلو کي یې بڅرکي د کسات ښکاري