!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63205
هارون حکیمي
دخبریدو نیټه : 2015-02-20

 

 ارزو د هغه وخت ده چي جانان پکي ودان وو
نړۍ له جنګه روغه وه، افغان پکي ودان وو

د توري تره قۍ، تعلیم او شاه تاریخ یې ولوست
د ټولو خلاصه دا وه چي ځوان پکي ودان وو

ابلیس د ځان اباد د جهان وران تصویر ته ګوري
هغه لاره به پالي چي یې ځان پکي ودان وو

د سرقاتل مي نن د محبت په روی معاف کړ
چي دار تې غاړه ورکړه، یو نښان پکي ودان وو

د توري قهوې جبر، د وختونو وچه تنده
ترخې د پردېس شپې وې، خو ارمان پکي ودان وو

هارون به دا خپل زړه وای ستاپه پښوکي غورځولی
خودا یواځي ستا نه وو، جهان پکي ودان وو.
 
۱۸-۰۲-۲۰۱۵، پنجاب پوهنتون، هندوستان