په لوړ قیمت د {هېڅ} اخېستل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63211
عبدالستار سعادت
دخبریدو نیټه : 2015-02-21

 

 

 

طالبانو خپله سپارل شوې دنده تر سره کړه؛
 هغوی په افغانستان د متحده ایالاتو او ناټو برید ته دلیل ورکړ، د هغوی راتګ یې سیمې ته توجیه کړ، جګړې ته یې نړیوال مشروعیت پيدا کړ.
هغوی د افغانستان دولت دې ته اړ کړ چې متحده ایالاتو سره ستراتیژیک او بیا وروسته امنیتي تړون لاسلیک کړي.
نور نو د هغوی ماموریت پای ته رسېدلی؛ ملاعمر پښتو ژبه او کندهارۍ لهجه تر آمو سینده هاخوا نه شي اړولی، ځکه؛ پښتو ژبه کوم تقدس نه لري. اوس د ابوبکرالبغدادي نوبت رارسېدلی چې ځان د پيغمبر ص نمسی معرفي کوي، د خلافت دعوی لري، د جنت په ژبه خبرې کوي.
داعش د ماورالنهر په نامه ولایت لپاره 70 میلیونه ‌‌‌‌‌‌ډالر او 8000سرتېري ځانګړي کړي چې د خراسان {افغانستان} نه به پيل کوي.
پاکستان هم په خورا مهارت، د افغانستان په دولت کې د اطلاعاتو او تحلیل کمزورۍ له امله، یوه اِکسپایر شوې پروژه{طالبان} په افغانستان پلوري.
په دې خرڅلاو کې انګرېزان هم د پاکستان ملګري دي چې تېره شپه یې د سفیر څرګندونې په دې اړه واضح وې.
پاکستان په مونږ {هېڅ} خرڅوي او زه چې خپلو زمامدارانو ته ګورم، د دې لپاره لوړ قیمت ورکولو ته هم تیار دي.
د سلما بند پروژه نه پرانېستل، د پارلمان جوړه شوې ودانۍ دروازې بندې ساتل، د حاجي ګک د کان له تړونه په شا کېدل او د ایران په چاه بهار بند کې د هند په شا کېدل د دې هېواد لومړني غبرګونونه دي او باور لرم چې دا بیعه لا کوچنۍ ده چې مونږ لن‌‌‌‌‌‌ډو وختونو کې ورکړه.
دا څو ورځې یا ښایي د میاشتې سکون ته دې نظام نه خوشحالېږي؛ په کابل او نورو ځایونو کې د انتحاري بریدونو کمېدل، له طوفانه مخکې خاموشي ده.
تر پرونه چې څومره طالبانو سره جګړه زمونږ په تاوان وه، نن سوله تر هغې راته مُضره او خطرناکه ده. د افغانستان دولت دې په خوشباورۍ نه، بلکې په احتیاط او خلاصو سترګو ګام واخلي.