د امریکا سفارت: کیدای شي پر سفارت مو د بریدونو هڅه وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63238
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-25

په افغانستان کې د امریکا سفارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپانه کې ویلي چې ممکن پر دغه سفارت د پر له پسې بریدونو هڅه وشي.په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حملې دقیق وخت، هدف او د برید د ډول په اړه څه نه شي ویلی.په خبرپاڼه کې راغلي:«د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ په پای کې سختدریځو په کابل ښار کې پر ناڅرګندو ځایونو د ګڼو حملو پلان جوړ کړی دی.»