شیدا محمد ابدالي: افغانستان به چاته اجازه ورنکړي چې خاوره یې د هند پر ضد وکارول شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63239
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-25

په نوي ډیلي کې افغان سفیر وايي افغانستان به هېڅکله اجازه ور نکړي چې خاوره یې د هند پر ضد وکارول شي. شیدا محمد ابدالي له یوې هندي رسنۍ سره د مرکې پر مهال ویلي چې هند د افغانستان مهم ملګری دی او افغان لوري د دې لپاره چې د ترهګرو او هند ضد افرادو پر مرکز بدل نه شي ډېره قرباني ورکړې ده. نوموړي دغه راز ویلي هغه وړاندوینې چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر مرکز بدل شي له عیني واقعیتونو سره سمې نه دي.