مشرف: که افغان حکومت غواړي چې سوله راشي له طالبانوسره باید واک شریک کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63240
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-02-25

د پاکستان پخوانی ولسمشر جنرال مشرف وايي که افغان حکومت غواړي چې په افغانستان کې سوله وویني باید له وله وسله والو طالبانو سره واک شریک او د هند د نفوذ مخه ونیسي. نوموړي چې اداره یې د طالبانو په ملاتړ تورنه وه، له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان دښمنان دي او تر څو چې دوی هلته وي پاکستا باید یو څوک له هغوی سره د مقابلې لپاره ورلري. ده په عین حال کې ویلي چې د لوړې پر مهال د ولسمشر غني څرګندونو د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو نوی فرصت رامنځته کړی دی. مشرف ولسمشر غني متعدل کس او یوه لویه هیله بللې ده.