له ۳۰ تښتوول سويو مسافرو يو خوشي سوی او قومي مشران سيمي ته ځي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63242
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-02-25

د زابل مقاماتو تايد کړه ، چې په دغه ولايت کې د ۳۰ تښتول سويو مسافرو څخه يو تن د سې شنبې په ماښام خوشي سوي دي . د مقاماتو په وينا د پاته تښتول سويو کسانو دخوشي کېدو لپاره د پوځي عملياتو ترڅنګ دقومي مشرانو يوه ډله د تښوتونکو سره د خبرو لپاره سبا د خاک افغان ولسوالۍ ته ځي . د زابل د امنيت امر غلام جلاني فراهي وايې ، چي تښتوونکو د ۳۰ تښتول سويو کسانو له جملې يوتن چي عمر يي زيات وو او ممکن ماشومان ورسره وي د سې شنبې په ماښام خوشي کړي دي . د فراهي په وينا د پاته تښتول سويو کسانو دخوشي کيدو لپاره د پوځي عملياتو ترڅنګ نن چهارشنبه د قومي مشرانو يوه ډله د تښوتونکو سره د خبرو لپاره د خاک افغان ولسوالۍ ته ځي فراهي که څه هم دا رد کړه چي تښتونکي دي د داعش سره تړاوو ولري ، خو په وينا يي تښتوونکو ولسي خلکو ته خپله يوه غوښتنه مطرح کړي چي هغه د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د خپل يوه نيول شوي موټر د خوشي کيدو غوښتنه ده. دا چي په دې موټر کې څه وو او څومره مهم دي په اړه يې د امنيت امر ناخبري وښودل خو ديادلو وړده چي د رواني اونۍ په سر کې د زابل په شاه جوۍ ولسوالۍ کې په وسلو بار يو کانټينر موټر له ۳ تنو سره يو ځاي د پوليسو لخوا نيول سوی وو هغه مهال هم داسي شکونه وو چي ممکن دغه وسلې د زابل په شمالي ولسواليو کې د نويو را پيدا سويو وسله والو ډلو پوري اړه ولري .