تازه خبر : افغانستان په کرکټ کې سکاټلينډ ته ماته ورکړل .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 63247
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-02-26

د افغانستان او سکاټليند تر منځ د کرکټ نننۍ لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسيدل . د لوبي په په پيل کې پچه افغانستان وګټل او بالينګ يې پيل کړ ، سکاټلينډ په ۵۰ اورو کې ۲۱۱ منډي هدف افغانستان ته ورکړ چې افغانستان د نهو لوبغاړو په سوځولو سره ياد هدف په بري تر سره کړ او نننۍ لوبه يي وګټل . افغانستان تر دې مخکي دوې لوبي بايللې وې .